د تصور آيينه
ستا د مينې سمندر كې ګودر نشته
كه زما سره د وصل وزر نشته
لكه موم مې دواړه سترګې ويلې كېږي
هجر وسوم كه مې خوا كې دلبر نشته
عاشقان دې پتنګان په شمعو سوځي
هېڅ له سوخته ورته خوف و خطر نشته
بې له وصله د نګار د تورو سترګو
رغېده خدايږو د عشق د پرهر نشته
كه هر څو وهم نارې يار نه خبرېږي
زه بې سد يم كه قلم كې اثر نشته
خدايږو ياره له همزولو نه شرمېږم
چې په غاړه مې د وصل زېور نشته
چې فقط ستا د وصال په دولت موړ شم
بيا پروا مې نور په سيم او په زر نشته
چې آيينه د تصور كې مې ځان وليد
نور باور مې د ځيګر په پنر نشته
سېلاب جام د وصل غواړي خرڅ د لارې
ځي سفر ته او توښه د سفر نشته
كابل، د قاضيانو مدرسه_ 25/ سنبله/1332