ډيوه خاندي

بې وصاله زما بله سودا نشته
بې له ياره زما خوب و خندا نشته
حكيمان فيلسوفان ټول راته وايي
بې نګاره درته دم او دوا نشته
زه چې ځان بولم مجنون مجنون هر دم كې
خدايږو ستا په شان هم بله ليلا نشته
تصور او كه مې خوب اوكه مې خيال دى
بې له هجره پكې بله ژړا نشته
دم په دم مې غم په غم باندې زياتيږي
د اشنا راباندې نيله پروا نشته
پتنګ وسوځي ايره شي باد يې يوسي
ډيوه خاندي وايي ما له ګناه نشته
ستا په عشق كې ما منلي همه واړه
غير له مينې ما له بله كېميا نشته
اى سېلابه! په اميد كې د وفا يې
په اشنا كې دې بڅركى وفا نشته

كابل، 4 كارته_ 6/ اسد/1332