ياره ولې؟

محبت كې دې دوچار كړم ياره ولې؟
د ريبار دې منت بار كړم ياره ولې؟
چې ملهم دارو مې تا كولى نه شو
نو ستي دې په انګار كړم ياره ولې؟
يارانه په جېلخانه كړه تا بدله
له ژوندونه دې بېزار كړم ياره ولې؟
خداى لپاره حال مې وپوښته چې څه دى؟
د ملنګ په شان روزګار كړم ياره ولې؟
در بدر او خاك په سر ګرځم جهان كې
غير حق دې خوار و زار كړم ياره ولې؟

ننګرهار، كامه_ 27/ ثور/1332