غزل

كه چا راوړو راته زېرى د دلبر
زه به وركړم بدله د زېري سر
د جانان د راتلو زېرى كه چا وكه
شم بهر به د هجران له سمندر
مړاوى ګل به مې د زړه بېرته تازه شي
كه تش زېرى د يار راغى يا خبر
كه نغمه د يار د زېري مې تر غوږ شوه
هغه دم به وي هم جشن هم اختر
زه سېلاب د يار د زېري په اميد تل
جريدې له ځم د زېري هر سحر

كابل_ 1332