د عاشق ژړا
چې ليدلې مې دوه سترګې د ليلا دي
ختمې شوې د مجنون كانې په ما دي
د قلم ژړا مې وګورئ عالمه!
په بياض يې افسانې ليكلې بيا دي
دا د مينې تزلزل په هر عاشق دى
مهرويانې همېشه يوه سلا دي
خوبرويان ټول ظالمان او جفا كار دي
عاشقان يې تل شړلي بې نوا دي
زيات دي سر په زنګون ناست د هجر جېل كې
كم د وصل په ګلزار كې په خندا دي
چې مې ګرده كُره وكته د ځمكې
عاشقان واړه له هجره په ژړا دي
چې پياله د محبت يې وي نوش كړې
هغه واړه د جنون په نوم رسوا دي
اى سېلابه! هېڅ ګيله ترې په كار نه ده
طايفې د خوبرويانو بې وفا دي
ننګرهار، كامه_ 1332