شين خال

اوده دار دې په سرو شونډو سور پېزوان دى
نه پوهېږم چې دم ګر يې كه سېر ګر يې
چې سور ټيك دې ملا تړلى پهلوان دى
خدايږو يار په رښتيا چې جادوګر يې
په اوده تور ښاماران دي تور زلفان ستا
تورې تورې ستا د هجر جېلخانې دي
تورې وريځې تور وربل دي تور چشمان ستا
د تور غم نه ډكې تورې خزانې دي
تور مژګان راته ښكارېږي تور لېوان ستا
تور بېلتون ستا تورې تورې بهانې دي
تور غماز تور لونګين مخ كې روان دى
نه پوهېږم بنګوړك يې كه كوډګر يې
سپين بشر دې سپين قمر نه منصرف دى
په سپين مخ دې راختلى سپين سبا دى
سپين جبين په سپينو لېچو معتكف دى
سپينه خوله او سپين مړوند دلبره ستا دى
سپينه پوزه دې نرۍ لكه الف ده
سپينه مينه سپين رخسار خو دې زېبا دى
سپين صدف دې ځلېدونكى سپين دندان دى
خاص د مينې د مارانو پاړوګر يې
شين كميس دې شين چمن د شين ګلزار
شين نيالګى دى ستا شنه ونه شين چينار
دى شين خال دې په شين باغ كې شهريار
شين ګلشن ته شين فېشن او شين ماليار
شنه فضا كې په ما اور چې شين بوستان دى
تا په ما د عشق چوف كړې دي منترې
سور دې ټيك سور دې پېزوان سره دې نوكان دي
لكه زركه سرې دې پښې سره دې لاسونه
سور دې شال سور دې چارګل سره دې لبان دي
مستي غواړم د سرو شونډو شربتونه
سرې منګولې سرې لمبې دې د هجران دي
دي سرې شونډې دې د سرو زرو جامونه
د سېلاب قلم ليكلى دا بيان دى
كه د سره پالنګ رښتينى سوداګر يې

ننګرهار، كامه، ارباپان_ ننګرهار، كامه_ 1232