ملي آهنګ سور انګار

زه چې غواړم د اشنا نه تار دزلفو طلايي
 اوسوم اوسوم جدايي
 
 چې مې يار شو بې وفا
 زه ژړيږم تر سبا
 خلكو غواړم ددلبر نه په يارۍ كې وفايي
 اوسوم اوسوم جدايي
 
 زه د لاسه دنګار يمه پروت په سور انګار
 ياره جوړ به شم كه راكړې د سرو شونډو دوايي
 اوسوم اوسوم جدايي
 
 رنګ مې زيړ دى له زعفران سوی يم تاو د هجران
 د مجنون په مثل ګرځم په صحرا زه سودايي
 اوسوم اوسوم جدايي
 
 دهجران په جېلخانه شوم بندي زه دېوانه
 دادى حال چې كړي "سېلابه" د بې ننګو اشنايي
 وسوم اوسوم جدايي