د پېغلې ګيله

د غم كوټه كې زه ژړېږم تر سهاره
شومه ناقراره د لاسه د هجران
مسلمانانو خداى لپاره دا څه حال دى
چې خرڅولو ته مې خپل دادا دلال دى
دې له نه ګوري چې بزاز دى كه كلال دى
فقط دا وايي چې پيسې راله وشماره
شومه ناقراره د لاسه د هجران
عمر تنها په ما تېرېږي دا ژوندون څه كړمه
چې غير له دين رواج چلېږي دا پښتون څه كړمه
چې خداى(ج) رسول(ص) پرې خفه كېږي دا قانون څه كړمه
بېلتانه واېستم د همزولو له كتاره
شومه ناقراره د لاسه د هجران
پلار مې د ځان ځنې ساز كړى لوى تجار دى
چې نن زما خرڅون ته ده كړى اختيار دى
زما خرڅون ته يې جوړ كړى لوى بازار دى
هېڅ نه شرمېږي له غني پروردګاره
شومه ناقراره د لاسه د هجران
له خپل ژوندون ځنې ما وانه خيست خوند خدايږو
چې وي مدام جدا له ياره نه دى ژوندون خدايږو
لاكن دادا زما اوس كړى دى سوګند خدايږو
چې څو وانخلي ترې غله دوه نيم خرواره
شومه ناقراره د لاسه د هجران
د پاك الله په در كې زه دا مناجات كومه
دا خپل عرضونه په دربار د هغه ذات كومه
خاص له داد كه ځنې زه دا شكايات كومه
ورشه سېلاب په دې خبر كړه اى ريباره
شومه ناقراره د لاسه د هجران

4/7/1331