ژاړمه اوس ژاړمه

جام د محبت د يار
زه يم ورپسې بيمار
تإى كور ته لاړمه
ژاړمه اوس ژاړمه
مينې كړم د يار ملنګ
ګرځي رانه تل په څنګ
خپلې غوښې داړمه
ژاړمه اوس ژاړمه
راشه شا ليلى زما
ښكلې محبوبا زما
ستا په وصل وياړمه
ژاړمه اوس ژاړمه
مينه كې كباب يمه
سوى زه سېلاب يمه
تار د زلفو غواړمه
ژاړمه اوس ژاړمه

4/7/1331