بيا مې يار يادېږي

زما له سترګو چې د اوښكو رود بهېږي
بيا مې يار يادېږي
د پاك الله په در كې ژاړم
د خپل اشنا وصال ترې غواړم
زړه مې د هجر په تنور باندې سوځېږي
بيا مې يار يادېږي
د اشنا مينې لېونى كړم
نور يې د خلكو خندنى كړم
عشقي جنون دى په بدن مې راګډېږي
بيا مې يار يادېږي
دلبره دا سوال مې منظور كړه
سېلاب نوكر د خپل حضور كړه
دا څه ژوندون دى چې په ما باندې تېرېږي
بيا مې يار يادېږي
ستا د هجر په بازار كې
سېلاب ولاړ دى انتظار كې
امر فرمايه چې دې څه په ما لورېږي
بيا مې يار يادېږي

ننګرهار، كامه_ 2/ ميزان/ 1331