طلايي زلفې
دا ستا په غم كې ياره زه تل ګرځم سودايي
كه راكړې اى نګاره د سرو شونډو دوايي
قسم دى ستا په مينه كې مې ژوند شو ځيګرخون
يو ځل راته وګوره په نظر د اشنايي
مجنون په مثل ګرځم مدام سر په صحرا
الله كه مې نصيب كړي د يار زلفې طلايي
اخر به مې بدل شي مَېنتوب په لېونتوب
نصيب مې ليكل شوى د ازل نه جدايي
ننګرهار، كامه، ارباپان_ 3/ ميزان/1331