د غم انډې

چې له مينې مې د يار نوش كړه كونډې
د هجران غم په ما راوړله انډې
له چشمانو مې سرې وينې وهي دارې
عاشقي مې كړلو زړه ونډې ونډې
زه د يار كوڅې له لاړم خير په تمه
سپي غماز راڅخه وخوړه پنډې
چې د يار له خوا د هجر سېلاب راغى
سېلاب جوړه ترانه كړله بونډې

كونړ، د پېچ دره، لېچه لام_ 16/ جوزا/1331