پښتنه مېرمن وايي

اى پښتونه خپل همت مه خرڅوه!
د خپل پلار مال او ثروت مه خرڅوه!
د نفاق په پوله وانخلې قدم ته
دا ژوندون د حريت مه خرڅوه!
چې همېش دې د وطن پت دى ساتلى
ته نن دا په هېڅ قيمت مه خرڅوه!
چې بدل نوم د پښتون په بل څه نه كړې
راشه دا شان او شوكت مه خرڅوه!
لاس وانخلې له خپل عزم او پښتو نه
دا د قام ښه شرافت مه خرڅوه!
تا له پاتې په ميراث كې نور څه نه دي
دا ميراث ننګ او غيرت مه خرڅوه!
دا ژوندون اّزاد د لوړو غرو د څوكو
د غلام په سلطنت مه خرڅوه!
ننګيالى نوم دې خپور شوى دې جهان كې
دا صفت په ډېر دولت مه خرڅوه!
دا د پلار نيكه اّثار ښكلي ډاګونه
د غماز په شفقت مه خرڅوه!
ستا سينګار په فېشن نه دى په غيرت دى
دا د ځان ډول زينت مه خرڅوه!
خپلواكۍ باندې كه ستا سر و مال لاړ شي
اّزاد ژوند په اسارت مه خرڅوه!
اى سېلابه! خپل تاريخ ته نظر وكړه
اّزادي دې د فطرت مه خرڅوه!

ننګرهار، پېچ دره، ماڼوګى_ 13/ جوزا/ 1331