ناغه

راشه زما د زړه بيان واخله
لږ يې په جان او په قربان واخله
عقله زما غوندې مَېن شه اول
نوم مې بيا هله د جانان واخله
چې لېوني ترېنه په ډډه ګرځي
احوال ددې څيرې ګرېوان واخله
كه ستا رضا وي زه رضا يم اشنا
راځه زړګى رانه ارزان واخله
ترور اوتر دى د نظر په اميد
ددې تنكۍ مينې رومان واخله
چې دې همزولي وپسخېږي درته
زما د مينې امتحان واخله
په يو نظر كه دې شهيد نه شومه
ناغه كې سر رانه تاوان واخله
د خوږې مينې په تكل سېلابه!
د خيال قدم په كهكشان واخله

كابل، عمومي ترانسپورت_ 2/2/1331