توره سپر ډول سينګار دى د پښتون

پښتونخوا ښكلى ګلزار دى د پښتون
چې هم بڼ دى هم بهار دى د پښتون
د وطن په پاڼه سر قربانوي تل
په همدغه افتخار دى د پښتون
دښمنان يې همېشه دي ځغلولي
خونرېزې كې سر و كار دى د پښتون
همېشه يې ښكاره كړې ده مېړانه
ننګ غيرت ميراث د پلار دى د پښتون
غلامي يې هېڅ منلې د چا نه ده
خان ملك كه خان او خوار دى د پښتون
توپ ټوپك د پښتنو زلمو ګاڼه ده
توره سپر ډول سينګار دى د پښتون
خپلواكۍ په لار كې سر قربانوي دوى
دغه كار دغه روزګار دى د پښتون
د غيرت او شجاعت سارى يې نشته
دا صفت ښكلى يادګار دى د پښتون
معشوقه د هر پښتون پښتونستان دى
دغه يار او دا نګار دى د پښتون
كه هدف دى كه مطلب خو ازادي ده
دا خزان او هم بهار دى د پښتون
خدايه زر جوړ يو ازاد پښتونستان كړې
چې هم د اشرف وقار دى د پښتون
اى سېلابه! ښه ازاد قلم پيدا كه
ازادۍ ته انتظار دى د پښتون

1331