ملي آهنګ د يار دربار ته
ندى عاشق ندى چې په مينه كې رسوا نشي
ندى مجنون ندى قرباني چه له ليلا نشي
تش كالبود به ګرځي چې زخمي شي په خنجر د عشق
هيڅ علاج ددې زخم په دم او په دوا نشي
عشق چې سيځلى وي نو جوړ به تر هغې نشي
څو پورې قسم دى چې د يار سره همرا نشي
خدايږو اميران شو د عشق درد كې غلامان ديار
نشته وصال نشته څو د يار ددرګدانشي
لاړشه فريادي د يار دربار ته دې"سېلابه" ته
جوړ به نشي دې مرض نه څودې يار پخلا نشي