د مينې په زانګو كې

په دنيا دي ډېر تېر شوي عاشقان
رښتياني وو عاشقې كې صادقان
هر يو دى تر خپل مرامه رسيدلى
ځكه اور باندې ځان سېځي پتنګان
شهزاده سيف الملوك بدري جماله
د يوسف او زليخا حال دى عيان
چې مجنون يې لېونى ملنګ كړو خلكه
د ليلا وې تورې سترګې تور زلفان
شهزاده بهرام ګوره سودايي كړ
سپين مړوند د ګل اندامې سور پېزوان
كه كيسه چا د ممتاز وي اورېدلې
بې نظيرې پسې تل و په ګريان
عاشقي وه د فرهاد او د شرينې
په درخو باندې مَېن و ادم خان
محبوبا چې جلاتي پسې سپره شوه
خوشحالي پرې وكړه ستورو د اسمان
شهزادګۍ ګنبد شام ته نظر وكړه
تر قيامت يې لاس په نام دى هغه ځوان
فتح خان او د رابيا كيسه وګوره
شه خبر له ګلمكې او موسى خان
مومن خان د شرينو وروڼو وژلى
چې ښكاره و لكه لمر په دې جهان
تور دلى د شهې ګلې شرين يار و
صنوبر په زړه كې تل و ګل ارمان
را په زړه كړه خادي ښان او ببو دواړه
چې مابې وه معشوقه د ظريف خان
كه د دوه سترګو ديدن د اشنا غواړې
صدقه كړه پسې مال اولاد او ځان
چې محروم د يار له وصله همېشه دي
له ډېر غمه عاشقان شو شاعران
چې د مينې په زانګو كې ټالې خورمه
يم سېلاب ځاى مې كامه كې ارباپان

ننګرهار، كامه، ارباپان_ 1331