د وصال كوټې دار ته

شهيد شوى ستا د زنې په خال زه يم
غمزده په زړه زخمي او ملال زه يم
د وصال جامونه غواړم نه يې مومم
پروت بستر باندې بېدمه پر كال زه يم
هغه ورځ ځنې مې رنګ د كتو نه دى
چې وهلى ستا د هجر شمال زه يم
اندېښنو ځنې جوړ شوى مې وجود دى
بيا په غم باندې رنګ كړى كلال زه يم
د هجران په جېلخانه كې تل ژړېږم
دې صفت كې د مجنون انډيوال زه يم
موړ به نه شم كه څوك راكړي دنيا واړه
چې د وصل له دولته چنډال زه يم
ياره ستا د مينې زور دى پرې پوهېږم
چې ماهي په څېر بې تېغه حلال زه يم
كوټې دار ته د وصال سېلاب نارې كړې
خريدار دې د خروار او مثقال زه يم
چې د مينې مقتديانو ته اذان كړي
سېلاب وايي خدايږو هغه بلال زه يم

ننګرهار، كامه_ 1331