د عشق كتاب

يو ځل لرې كړه له مخ ځنې نقاب
چې مې لرې له وجوده شي عذاب
څو به ګرځمه رنځور په زړه نګاره
د هجران په اور بدن مې شو كباب
ستا د مينې په روضه كې مجاور شوم
چې شروع مې كړلو ستا د عشق كتاب
د مستانو له ټولي به هله شمار شم
چې نېشه مې كړي د سرو شونډو شراب
عاشقان به مې په ډله هله پرېږدي
چې نوكر شمه د زلفو د نواب

ننګرهار، كامه، ارباپان_ 1331