غم د سمندر چپې

ځان خبر زما په حال كړه دلربا
يم راغلى ستا دربار ته په ژړا
زه ملنګ خاص د قلنګ په تمه راغلم
ومې نه شړې له دره بې نوا
د وصال په تمه تمه سودايي شوم
كند كچكول مې كړل په غاړه شوم ګدا
ستا بېلتون دى لېونى رانه جوړ كړى
ځكه غواړمه د سرو شونډو دوا
نور مې حال د زنكدن دى ګرانه ياره!
خداى لپاره خوا له راشه په خندا
ستا د غم لوى سمندر چپې چې موج شي
سېلاب چيغې كړي چې وخوږه اشن

ارباپان، كامه_ 1331