تماشه

تا چې زلفې كړې په مخ خورې ورې
زه بې تيغه كړم، هجران ذرې ذرې
چې مې ستا د سپين رخسار تماشه كړله
په سپين مخ مې اوښكې تلې چرې چرې
چې سور ټيك دې كړ په سپين تندي راښكته
چارګل هم وځلېده پرې پرې
سور پېزوان چې ستا په سرو شونډو ما وليد
شوم په تيغ د بېلتانه ارې ارې
پس له هغې به مې راشې په پوښتنه
په سېلاب چې خاورې شي خرې خرې

ننګرهار، كامه، ارباپان_ 1331