دعا
لويه خدايه د عرفان په بڼ ګذر را
ښه رڼا د علم و فن لكه قمر را
"چې هم عطر هم مېوه وركړمه بل ته"
هغه خيال هغه كمال هغه شجر را
چې ظالم نفس او دښمن شيطان پرې مړ كړم
هغه ډال د قناعت هغه خنجر را
چې ازار مې مور او پلار له خوا نه نه شي
داسې علم داسې حلم او هنر را
سوال همېشه كومه تا له ذوالجلاله
چې ديدار د خپل مختار مشك و عنبر را
دا اميد او دا ارزو لرمه خدايه(ج)!
د يار وصل سلطنت د سكندر را
چې د شعر او ادب ګلزار پرې طى كړم
داسې رنګ د زړه نظر د خيال وزر را
چې د مينې تخم وشيندم جهان كې
توان قدرت د محبت په كشت و كر را
چې د يار د خط و خال بيان پرې وكړم
داسې ژبه د قلم داسې جوهر را
چې پرې ناز او نزاكت د يار رنګين كړم
بلاغت او فصاحت ښكلى زېور را
چې د هجر لمبو سوى زړه مې روغ كړي
سره لبان د اشنا خوږحوض كوثر را
چې د زړه مړاوې غوټې مې پرې تازه شي
رنګين زېرى د راتلو د يار خبر را
زه سېلاب دا تمنا كړم ستا په در كې
خوږ ژوندون د دلبر خوا كې مستقر را
كابل، عربي دارالعلوم_ شاهي واټ_ 1333