ملي آهنګ يمه سوالګير د زلفو
ژوندى په مړو باندې حساب يمه
چې ستا له مينې نه بېتاب يمه
ستا دبيلتون له غمه
شومه مجنون له غمه
تل جګر خون له غمه
دلېونونه حال خراب يمه
چې ستا له مينې نه بېتاب يمه
بې وفايي مه كوه
بې پروايي مه كوه
داجدايي مه كوه
سوى سوخته ځګر كباب يمه
چې ستا له مينې نه بېتاب يمه
صنم غلام يم ستا
په احترام يم ستا
تل په سلام يم ستا
خالى ګوګل لكه رباب يمه
چې ستا له مينې نه بېتاب يمه
شومه اسير دزلفو
بند په ځنځير دزلفو
يمه سوالګير دزلفو
نه يم بل څوك خدايږو "سېلاب" يمه
چې ستا له مينې نه بېتاب يمه