شهيده ارزو

څه شو كه نوم دې په خندا اخلمه
هره سلگۍ درپسې سا اخلمه
ساقي راواړوه يو جام د مينې
څو به د ښكلو نوم په غلا اخلمه
د محبت د هر تيندك په نامه
د شوخو سترگو نه دوا اخلمه
نور په تسل د پارېدلي احساس
د مينې هر قدم رسا اخلمه
د ارمانجنو اميدونو ځنې
د چا په ياد نوې سلا اخلمه
چې مې ارزو ته شهادت شو نصيب
اوس به د كوم قبر بلا اخلمه
سېلابه! زړه راته په ډاگ وويل
سر وركومه خو اشنا اخلمه

ننگرهار، كامه_ 1/ اسد/1338