مينه

د تورو سترگو مشغولا به وشي
خير دى كه نن نه وي سبا به وشي
مينه بې شماره شوگيرونه غواړي
د خپو پولې ببر سرونه غواړي
ډېر گاړې واړې گرېوانونه غواړي
د سپينو اوښكو ابشارونه غواړي
اخر د هجر انتها به وشي
خير دى كه نن نه وي سبا به وشي
چا چې په مينه كې انگار منلى
يا يې رښتينى سر په دار منلى
د كړاوونو يې انبار منلى
بس ده د عشق اصل شعار منلى
د سوي زړه تسلي بيا به وشي
خير دى كه نن نه وي سبا به وشي
د مينې ژوند له اسوېلو سره دى
د بېلتانه د غرغرو سره دى
د كړاوونو د نخرو سره دى
دغه نعمت د سرو غرمو سره دى
د بېلتانه د رنځ دوا به وشي
خير دى كه نن نه وي سبا به وشي
كه زما مينه لېونۍ مينه ده
د نېشو ډكه د ځوانۍ مينه ده
يا غرنۍ او صحرانى مينه ده
په دروغو نه ده رښتيانۍ مينه ده
سېلابه! تا سره وفا به وشي
خير دى كه نن نه وي سبا به وشي

غزني، جاغورى_23/ ثور/1338