نازنينې!

خوله خندا ته نه جوړېږي
د يار غمه ستا له لاسه
را مدد شه نازنينې!
ما له دې تيارو وباسه
رنځېدلى كړېدلى
دردېدلى سوځېدلى
رود د اوښكو نه ودرېږي
د يار غمه ستا له لاسه
ژبه گونگه سترگې ژاړي
زړه وصال د اشنا غواړي
دم په دم مې حال بدلېږي
د يار غمه ستا له لاسه
نازنينې! ماه جبينې
كه ووينې سوز د مينې
زړه په سرو وينو لمبېږي
د يار غمه ستا له لاسه
د سېلاب د زړه اهونه
سوې كوكې فريادونه
اسمانو ځنې تېرېږي
د يار غمه ستا له لاسه
را مدد شه نازنينې!
ما له دې تيارو وباسه

كابل، نوى ښار، اشرف واټ_13/ ورى/1338