بې پروا گله!

نه به زه نه به غزل وي
نه به ته نه به وربل وي
د بلبل ساز به شي نوى
د غونچې رنگ به بدل وي
اى د ناز د غره په څوكه بې پروا ولاړه گله!
لږ احساس تاته په كار دى له دې خپله تغافله
نه به تل ستا كرشمې وي
نه مشال د ژوندون بل وي
د بلبل ساز به شي نوى
د غونچې رنگ به بدل وي
بخته دومره خو پخلا شه چې د يار كوڅه جارو كړم
چې يا ژوند هم ترې قربان كړم يا د هجر دارو وكړم
لږ خو ته هم وفا وكړه
څو به جوړ د غم غوبل وي
د بلبل ساز به شي نوى
د غونچې رنگ به بدل وي
گرم مې مه بولئ همزولو لېونتوب زما ارام دى
زه او هغه پرې پوهېږو چا چې څكلى دغه جام دى
بس د دواړو همدا حال دى
چې په مينه كې جلبل وي
د بلبل ساز به شي نوى
د غونچې رنگ به بدل وي
چې د ژوند جفا په زړه كړم نو ارزو ارمان ترور شي
چې فضا ته نظر وكړم كنډولى مات د غرور شي
نه به شعر وي سېلابه!
نه به يار او تاج محل وي
د بلبل ساز به شي نوى
د غونچې رنگ به بدل وي

ننگرهار، كامه_3/ قوس/1337