احساس

موسكا چې دې په شونډو را روانه غوندې شوه
په زړه كې مې د عشق كوډۍ ودانه غوندې شوه
پوړۍ د تكامل ته چې شو عشق په لوړېدو
د نور ژوندون لانجه راته اسانه غوندې شوه
جذباتو چې تشكيل كړه كاروانونه قافلې
جوپه مې د سلگو پكې ساروانه غوندې شوه
اميد د مايوسۍ څپېړه وخوړه په مخ
ارزو چې مې په زلفو كې پرېشانه غوندې شوه
تهذيب د نوي ژوند مې مليت كړو په سلگو
دا نوې معما خو لږه گرانه غوندې شوه
جرئت كه هر څو وكړه د غفلت ترجماني
ليلا بيا په سرو سترگو بد گومانه غوندې شوه
رواج د محبت كه يې هر څو كړو په ما گران
اخر خپلو كړو باندې پښېمانه غوندې شوه
دفتر د شكايت چې يې په غور كړلو چاڼ
خپل ظلم زما صبر ته حيرانه غوندې شوه
احساس د محبت چې مساوي كړې شرارې
ناڅاپه نازولې مهربانه غوندې شوه
سېلابه! مايوسي په محبت كې ناكامي ده
بد مه گڼه كه اوښكه دې ارزانه غوندې شوه

كابل، شاهي بڼ_ 26/ عقرب/1337