د ارزوگانو اتڼ

نوى راغلى ميخانې له يمه
زړه مجبور كړى ترانې له يمه
د ارزوگانو د اتڼ د لاسه
په تلوسه دې پيمانې له يمه
د چا د سترگو شوخ نظر په خاطر
خوشحاله خپلې زولنې له يمه
خيال كې چې ژوند په ژړېدو شي راته
حيران وفا د پروانې له يمه
زړگى يو دم كاندي باغ باغ سېلابه!
گوته په غاښ د عشق دانې له يمه

كابلو شاهي واټ_7/ ميزان/1337