گلۍ گلۍ غمونه
اشنا ما مه گړوه خولې ته گيلې راځي
بيا به مې اوښكې په مخ ولې ولې راځي
تا چې سفر پلو ته وكړو تكل اشنا
زما د ژوند سره دې وكړو څه چل اشنا
ته چې سفر ته ووځې په ما خولې راځي
اشنا ما مه گړوه خولې ته گيلې راځي
منم قرار د مينې ناقرارۍ كې دى
خو بيا هم ژوند د عاشق په ناچارۍ كې دى
د بېلتانه راباندې جوړې مېلې راځي
اشنا ما مه گړوه خولې ته گيلې راځي
خلك به ميلو ته ووځي د اشنايانو سره
څوك به اتڼ اچوي خواږو يارانو سره
ماته تازه غمونه گلې گلې راځې
اشنا ما مه گړوه خولې ته گيلې راځي
ستا د هجران شوگيرو ډېر ژړولى سېلاب
خدايږو بېلتون دې اشنا ډېر كړولى سېلاب
اورم چې دم ساعت كې پرې غلبلې راځي
اشنا ما مه گړوه خولې ته گيلې راځي
كابل، د استقلال چمن 3/ ميزان/1337