د هوسې څار

د غره له څوكې مخ په ځوړي په ټوپونو شوه
له يوه ګټ نه چې بل ګټ ته په دانګونو شوه
مستي پري راغله په نخرو په غورځنګونو شوه
تا به وې خدايږو بيا ځواني په مكېزونو شوه
كله اوتره كله شوخه په نخرو راتله
د غره لمنې ته په ناز او نندارو راتله
كله به ودرېده د ګټ سره اوتره غوندې
كله به نېغه شوه بې فكره بې خطره غوندې
لا كله كله به غوږ بوڅې شوه بوكره غوندې
كله به يې وخوړه غرګو سره ټكره غوندې
ډېرې مستې نه په ترپكو ګډېدو راتله
ا و وار له واره په نخرو په مستېدو راتله
د پاڼې رپ سره به سمه پښه نيولې شوه
د باد په شغ خو به له واره سا نيولې شوه
كله به تېزه په دانګو كله به غلې شوه
كله به بيا تاوه راتاوه ترېدلې شوه
بس په ټوپونو په خېزونو په نڅا راتله
د وفادارې معشوقې غوندې په غلا راتله
په منډو منډو په درينجتو په خندا راغله
پرون راغلې په دې لاره وه، نن بيا راغله
په مكېزونو په نازونو په ګډا راغله
دا صحرانۍ او غرڅنۍ لكه ليلا راغله
په غورځېدو په جګېدو په لوبېدو راتله
لوړو ژورو كې يو شان په رغړېدو راتله
كله به جوړه شوه سرګومه لېونۍ غوندې
كله به ځانته شوه پخپله ټكنۍ غوندې
كله به يووړه د خيالاتو پرېشانۍ غوندې
له ډېره نازه وه د پېغلې پېرانۍ غوندې
په كېنج مكېز كې ستاره د سېنما راتله
كله ښكاره كله په غلا په مشغولا راتله
د غره لمنې ته چې راغله بيا يې څار وكه
د وېرې وهم خيال عمل كې يې تكرار وكه
د اوبو څكلو ته يې ګودر په غاړه وار وكه
ماهيانو سيند كې په مستې ورته جار جار وكه
ګڼو نښترو كې يوازې بې پروا راتله
د مشكو ډكه كڅوړې په غاړه دا راتله
دغه ګودر ته مازيګر كې تله راتلله هوسې
كله ناكله په اوبو كې لمبېدله هوسې
له ډېره شوقه په ګودر كې نڅېدله هوسې
د سيند په غاړه په ګل كڅ كې رغړېدله هوسې
ډېره حساسه وه نو ځكه وارخطا راتله
په لاره لاره خو رښتيا په تماشا راتله
په څك غوږونو يو ناڅاپه بد ګومانه شوه
لكه شكمنه محبوبا بېرته روانه شوه
ما چې ورمنډه كه دا ودرېده حيرانه شوه
په تښتېدو او په شا تلو باندې پښېمانه شوه
سېلابه ګېره مې كړه هلته سيند په غاړه هوسۍ
ما وې راځه چې سره شو غاړه په غاړه هوسۍ!

كابل، غازي واټ_ 26/ سنبله/1337