د اشنا خبرې

بيا مې په زړه گرځي دا ستا خبرې
ځكه كوي قلم زما خبرې
د چا خبره زه به څه ووايم
په زړه مې جمع دي بلا خبرې
ارزو حيرانه شي اميد وسوځي
چې خولې ته راشي د بېديا خبرې
لږ خو جفا سره جفا ده پكار
تر څو به نه وي د وفا خبرې
په تريو تندي مې تنده نه ماتېږي
چې څو ونه كړې په خندا خبرې
په ارمانو كې مې ارمان دى دغه
كه يو ځل بيا وكړې په غلا خبرې
نور به د زړه سره په پټه ژاړم
چې څوك مې بيا نه كړي تالا خبرې
كه هر څو ځان ساتم خو بيا شي رانه
د لېونو غوندې رسوا خبرې
سېلابه! مينه په درينجقو شوله
چې مې په غوږ شوې د اشنا خبرې

كابل، ميوند واټ_ 24/ سنبله/1337