ملي آهنګ پتنګ غوندې لوګى شه

نسيم د سبايي شه چې بوستان ته ورسې
 پېشه كړه ځانته علم چې عرفان ته ورسې
 
 هدف كه دې منزل ته رسېده او لوړېده وي
 دعشق په لاره ځه چې لامكان ته ورسي
 
 عاشق كه په ريښتيا يې صدقه كړه سر و مال
 پتنګ غوندې لوګى شه چې خپل شان ته ورسې
 
 مجنون غوندې ملنګ شه د خواږه اشنا په مينه
 ريا نه معرا شه چې پېزوان ته ورسې
 
 "سېلابه" كوه سوال د رب په دركه شې منظور
 مولى دې شه ملګرى چې جانان ته ورسې