غبرگې تماشې

نن بيا زړه سوز د مينې پارولى غوندې دى
قلم يې په سرو سترگو ژړولى غوندې دى
اوتر اوتر كاته دې اشنا نه دي بې اثره
قسم دى چې نظر دې جنگولى غوندې دى
ساقي نن دې رپېږي كنډولى په لاس كې ځكه
چا ويل چې منگوټى دې ځنځولى غوندې دى
ريباره چې دې شونډې له خندا نه نه ټولېږي
ښكارېږي چې اشنا دې تخنولى غوندې دى
په مينه كې ژړا او خندا غبرگې تماشې دي
په دې سودا مې تل ځان غولولى غوندې دى
جذبات رانه بيا وخاته د ښكلو ياغيگړ ته
اميد خو مې نن هم چا لمسولى غوندې دى
سېلابه! خوشامندې بدې مه گڼه په عشق كې
پام وكړه چې اشنا دې نازولى غوندې دى

ننگرهار، كامه_ 9/ جوزا/1337