ريبار ښه دى

جانانه ستا زړه په قرار ښه دى
غم دې په ما باندې انبار ښه دى
ما چې هر څو فكرونه وجنگول
نا اميدۍ نه انتظار ښه دي
خدايږو د مينې په دې پلن جهان كې
له كروړونو يو ريبار ښه دى
د زخمي زړه د رغېدو لپاره
ټولې دنيا نه خپل نگار ښه دى
د دوه كونينو په بدل سېلابه!
تا لره يو نظر د يار ښه دى

ننگرهار، كامه_ 20/ ثور/1337