پښتون وايي

اى ګرانه وطنه ته مې ګل زه دې بورا يمه
ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه
اى ګرانه وطنه سر او مال به تا نه جار كړمه
مال به صدقه كړم سر به تا ځنې نثار كړمه
ورك به كړم غماز له تا دامان به دې ګلزار كړمه
تا به په ګاڼو د اّزادې همېش سينګار كړمه
دا مې اراده ده دا مې عزم څو چې پايمه
ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه
كله ستا حقوق وطنه سر ته رسولى شم
زه ستا د اخلاص پورونه كله خلاصولى شم
ستا د پېرزو قرض وطنه كله هېرولى شم
څو چې ژوندى ګرځم نو تا كله پرېښودلى شم
تا پرېښودى نه شم دا په ډاګ سپېڅلي وايمه
ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه
دا پالنه ستا ده چې په هر وخت پتيالى يمه
ځار له پښتونخوا يمه، پښتون يم پښتونزى يمه
خوار يم تا چې يم روزلى اى وطنه ننګيالى يمه
كه نادار يم، په غيرت خو توريالى يمه
نن دى كه سبا پښتونستان دنيا ته ښايمه
ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه
نوم د ننګ غيرت مې غرب و شرق ته رسېدلى دى
دوست دى كه دښمن دى، همه واړه پوهېدلي دي
اى ګرانه وطنه كوم زلمي چې تا روزلي دي
خاص د غيرت ستوري په جهان كې برېښېدلي دي
شكر غيرتمند زه په دې عصر له هر چا يمه
ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه
زه چې په سر لوڅ، په خېټه وږى ګرځم غرونو كې
نه لرم څپلې او رمې څرم په دشتونو كې
ډانګ په لاس ولاړ يم د نښترو په ځنګلونو كې
هېڅ نه خبر نه يم ستا د مينې په موجونو كې
زه سېلاب چې تل پښتونستان په تمنا يمه
ستا په محبت كې تورې ډال ته په خندا يمه

1337/ ثور/7_ كابل