كافي افتخار

بل چا كتلي دي لكه چې ما كتلي دي
دلبر د سترگو كنج كې راته بيا كتلي دي
نن بيا چې رقيبان په توره برېښ راپسې گرځي
پرون مې اشنا ماته په خندا كتلي دي
اتڼ چې شروع كړى راته پېغلو ارزوگانو
ليلا راته د مينې په سودا كتلي دي
جوپې جوپې راځي مباركۍ له اميدونه
اشنا چې مازديگر راته په غلا كتلي دي
سېلابه! تاته عشق كې افتخار همدا كافي دى
په ناز چې درته شوخې دلربا كتلي دي

ننگرهار، جېگدلى_20/ ورى/1337