د غمونو غوبل
قربان دې له لېمو شم بيا ولې په ژړا يې؟
قسم دى كه دې پرېدم خپل حال به راته وايې
قربان دې له لېمو شم زما خيالي جانانه
ژوندون راباندې گران دى قسم دى بې له تا نه
له زړه مې وينې څاڅي ته ولې بې پروا يې؟
قسم دى كه دې پرېدم خپل حال به راته وايې
د سترگو كنډولي مې ډكېږي او تشېږي
غوبل مې د غمونو په زړه باندې گرځېږي
چټك شه راته وايه نن بيا خفه له چا يې؟
قسم دى كه دې پرېدم خپل حال به راته وايې
راځه چې لاس تر لاسه روان سر په صحرا شو
كه دلته دې زړه تنگ و دېره به په بېديا شو
په غرونو به گرځېږو كه دې باندې رضا يې؟
قسم دى كه دې پرېدم خپل حال به راته وايې
پخپله وفادار شه كه بل نه وفا غواړې
ته هم د بل پكار شه كه بل نه دوا غواړې
سېلابه راشه خوا له تر څو به بې نوا يې؟
قسم دى كه دې پرېدم خپل حال به راته وايې
كابل، كوچگين_ 17/ حمل/1337