چې مې بابا عبدالرحمن ياد شو
بيا پسرلي نوې نغمې راوړې
زركو نخرې او كرشمې راوړې
بيا د وطن هرې درې تپې له
نسيم خوږې خوږې وږمې راوړې
د غرو لمنو ته سيسيو جوپې
ګلې ګلې رمې رمې راوړې
شپنو شپېلې په هسكو څوكو پوكړې
وخت د ازاد ژوند هنګامې راوړې
بيا بوراګى په بنګېدو راغى
خوا ته د ګل په ګډېدو راغى
اورم په زوره ترانه د مينې
ساقي كړه ډكه پيمانه د مينې
بلبلې بيا اتڼ ته بډې وهي
چې شوه راپېغله زمانه د مينې
چتى په هره لښته چړك وباسي
څومره ده مسته خېلخانه د مينې
ډيوې راغبرګه كړه ژړا كې خندا
پتنګ سر وركه نذرانه د مينې
په كنډولي چې وار زما راغى
ايله رقيب نن په ژړا راغى
خيال كې چې ژوند په نڅېدو راشي
مړاوې ارزو په خندېدو راشي
د كاڼي كرښه شي تصوير د اشنا
زړه كې چې عشق په پخېدو راشي
ماشوم بورا په ترنم ترنم
لكه لا ټو په چورلېدو راشي
د كاروان كوچ سترګه چې وپړكېږي
غږ د جرس په شرنګېدو راشي
په هنر وتړئ ګېډې د ګلو
اكليل كړئ جوړ د ازادې د ګلو
لكه چې زخم شي ناسور د مينې
بيا دنيا اور شي په رنځور د مينې
يا چې انګار ورته ګلزار وګرځي
يا يې شي ژوند په كوه طور د مينې
په چا چې ولوېږي شعاع د حسن
يا زلفې دار شي په منصور د مينې
چې لولپه شي څوك د قام په مينه
دغه مقام مې دى منظور د مينې
خدايږو چې څومره مينه مينه ښه ده
هومره له قامه قربان وينه ښه ده
زما بهار ته لنډ خزان ياد شو
په وينو رنګ مې ملنګ جان ياد شو
چې مې د خيال كڅوړې پرانيستله
د ارزوګانو مې كاروان ياد شو
د وطن مينه د قام مينه څه وه؟
ماته په درد پښتونستان ياد شو
په پښتو ژبه مې اعجاز وليده
چې مې بابا عبدالرحمن ياد شو
د رقيب مخ چې راته تور ښكاره شو
بس كور و ګور دواړه پېغور ښكاره شو
1337/ ورى/5_ كابل، كلوله پشته