د خندا ارزو

كه ولرم ارزو نو بس همدا ارزو لرم
وصال او خوشحالي مې د اشنا ارزو لرم
دا لوند گرېوان چې گرځم ببر سر جامې شكېدلې
مجنون سره سيالي كړم د ليلا ارزو لرم
دا نورې ارزوگانې مې گډېږي خوشحالېږي
په كومه ورځ چې زه ستا د خندا ارزو لرم
همزولې داوطلبې شوې د كوښو سمېدو ته
نن بيا چې سر د دار ته په رښتيا ارزو لرم
دا نورې لارې چارې كه كړي بندې غمازان
سپوږمۍ مې ده ريباره د ژړا ارزو لرم
خوبان كه يو په لس له دې هم نور شي جفاكار
سېلابه! ستا نه عشق كې د وفا ارزو لرم

لته بند، مازديگر_ 2/ حمل/1337