نيم اقرار

د خيال ماشوم مې كلانكار غوندې دى
دا اسپكى د تېز رفتار غوندې دى
گوتې ور نه وړې چې نېشه دې نه كړي
دلته هر بوټى د كوكنار غوندې دى
د مينې هر قانون څه بل شانتې دى
د بڼو رپ دنيم اقرار غوندې دى
اشنا اوس ځان په تغافل مه وهه
ستا شوخ نظر د خريدار غوندې دي
خدايږو چې زړه په زړه اّيينه ده رښتيا
غلچكى ديد دې د ريبار غوندې دى
په تا خو هم شومه شكي سېلابه!
ستا تصور د انتظار غوندې دى

ننگرهار كامه_ ، 29/ حوت/1336