گومان

راته معلوم شو روزگار د سترگو
چې راته گران شو ديدار د سترگو
خريد د زړونو په بيړه كېږي
چېرته چې خور شي بازار د سترگو
زړونه له ورايه سر په سجده ږدي
چې راښكاره شي سركار د سترگو
مهر يې اور دى غضب يې گور دى
يارانو مه وړئ خمار د سترگو
زړونه چې زړو ته شفرونه لېږي
دغه سروېس ځي په لار د سترگو
سترگې په سترگو جادوگري كړي
څومره جالب دى سينگار د سترگو
مينه رسوا شي وركه خندا شي
چاته چې وشي اقرار د سترگو
وريځې لينده شي باڼه شي غشي
كله خطا ځي گوزار د سترگو
سترگو نه سترگې نه خطا كېږي
اگر كه جوړ شي كتار د سترگو
د چا چې سترگې په عشق رڼا شي
هغه پوهېږي په كار د سترگو
خدايږو گومان مې دا شو سېلابه!
چې ته هم لاړې په ښكار د سترگو

ننگرهار، سېلابه مېنه_ 28/ حوت/1336