خبرې

نسيم بيا راوړي پخوانۍ خبرې
د ادم خان او درخانۍ خبرې
ما لره زوړ كند او كچكول يادوه
پكار مې نه دي د خانۍ خبرې
په چا خوږې او كه ترخې لگېږي
ماته كوه د قربانۍ خبرې
زه به هم ځوان شم كه دې وكړې راته
د باباگانو د ځوانۍ خبرې
تاته به بيا كومه ارزو گډېږي
ما بوږنوي د پرېشانۍ خبرې
بس را په ياد مې شوې او يادې مې شوې
د پتنگانو بېگانۍ خبرې
په تصور كې تصور شي راته
ستا د خندا د ارزانۍخبرې
سېلابه! بس دى نورې نورې پرېده
كوه د قام د ودانۍ خبرې

ننگرهار، كامه، ارباپان_ 24/12/1336