طلايي زلفې

داستا په غم كې ياره زه تل ګرځم سودايي
 كه راكړې اى نګاره دسرو شونډو دوايي
 
 قسم دی ستا په مينه كې مې ژوند شو جګر خون
 يو ځل راته وګوره په نظر داشنايي
 
 مجنون په مثل ګرځم مدام سر په صحرا
 الله كه مې نصيب كړي ديار زلفې طلايي
 
 اخر به مې بدل شي مينتوب په لېونتوب
 نصيب مې ليكل شوى دازل نه جدايي