پښتنې ارزوگانې

ډكې چې د مينې پيمانې شولې
بيا طلايي زلفې زولنې شولې
تا چې ورته ست په يو نظر وكړ
اوښكې در روانې مېلمنې شولې
حسن چې اعلان د استغنا وكړ
نن مې ارزوگانې پښتنې شولې
غړپ چې مې په برخه د كنډول شولو
ښكته مې نظر ته ميخانې شولې
پام كوه سېلابه! دلته هر قدم
تاته سرې سكروټې ترانې شولې

ننگرهار، كامه_ 8/12/1336