قلمه!

قلمه! ښكل به دې كړم نوم د جانان وليكه
بيا مرور اشنا ته لعل و مرجان وليكه
قلمه! جار به دې شم گورې نثار به دې شم
د خندا ډكه جوپه د ناز كاروان وليكه
وليكه غم د اشنا ټول زيات و كم د اشنا
كه زما ليكې ورته څيرې گرېوان وليكه
ډېر به گلونه ستايي ډېر به باغونه ستايي
ياقوتي شونډې د يار زما درمان وليكه
وريځې كږې وليكه سترگې خوږې وليكه
عنبري زلفې د يار د عطرو كان وليكه
قلمه! ښكل به دې كړم د يار كاكل به دې كړم
اختيار كل به دې كړم داغ د هجران وليكه
رشوت خيانت چاپړوسي له تانه نه غواړمه
ماته د ښكلو دنيا كوكې خندان وليكه
خلك به ستايي په تا لوړې ماڼۍ قصرونه
ماته د مينې كيږدۍ ښكلى جهان وليكه
د ډالر، پونډ او ريال حساب په تا نه كوم
ماته د پاكې مينې سوى رومان وليكه
سېلابه! يار كه غواړې د زړه بهار كه غواړې
پام! توند او تېز مه وايه جان او قربان وليكه

كابل، شېر شاه مېنه_ 9/ جدي/1336