د هجر رساله

ساقي بيا دې په منګول ډكه پياله ده
كه زما لپاره بله حواله ده
په پالنګ مې د اشنا د ځوانۍ خوب دى
كه ګلزار كې په ټوپونو غزاله ده
پرېشاني راته پرېشانو زلفو راكړه
سلسله د تورو زلفو كشاله ده
زما زړه د بېلتانه له غمه شين شو
اشنا كړې د خوبونو قباله ده
انتظار كې مې د خيال سترګې كږ ې شوې
د هوس لاس كې د هجر رساله ده
عاقبت به يې د بېلتون چپې چپه كړي
چې د عشق په سمندر كې دې جاله ده
چا چې زړه د مهرويانو جنګ ته ور كه
بس د هغه خلكو مېنه كنأواله ده
اى سېلابه! د همت واګې دې ټينګ كړه
غمازانو جوړه كړې بنګاله ده

كابل، ميرويس ميدان_ 7/ جدي/1336