د اشنا سلام خانې له ځم
مه مې ستنوه زاهده پرېده ميخانې له ځم
زړه كې مې ارزو ده يو ځل دغه كارخانې له ځم
اوښكې بدرګه شوې د ارزو د قافلې سره
ګڼو ولولو كې د اشنا سلام خانې له ځم
نه يمه زاهد د كعبې نه د بتخانې عابد
چېرته چې وي ستا حكايت هغه ترانې له ځم
دې دنګو ماڼيو نه جفا جفا نارې اورم
نور به د وفا په اميد شاړې ويرانې له ځم
نه غواړمه دا چې پنجره ماته زه ترې خلاص شمه
خوښ يم د پنجرو سره د مينې پيمانې له ځم
دا ټولې كرواړې چې منلي دي سېلابه ما!
دا به مې تقدير وي چې د دام لاندې دانې له ځم
كابل، دارالعلوم_ 1/ ورى/1336