ټال

چې د شوخو سترگو خيال مې زنگوي
كه د تورو زلفو ټال مې زنگوي
مينې دومره اثر كړى چې پوه نه يم
خود بخود كه انډيول مې زنگوي
په وصال كې چې هر څنگه ځان محكم كړم
د هجران نرى شمال مې زنگوي
نصيحت له دې حاجت څه دى؟ ناصحه!
يو نن نه دى سر و كال مې زنگوي
ارادې كه هر څو وتړم سېلابه!
تصور د خط و خال مې زنگوي

كابل، دارالعلوم_ 18/ قوس/1336