ملي ارمان

پښتونستانه پښتانه به دې پالينه
دا ستا په پاكه مينه
له سر و ماله تېر دي
زمونږ حيات زمونږ ابرو يې، عزت د ټولو پښتنو يې
بل مو د پلار نيكه زانګو يې
دا لر و بر به دې په سرو وينو ساتينه
دا ستا په پاكه مينه
له سره و ماله تېر دي
ته مو تسل ته مو ارام يې، ته مو د ژوند عالي مقام يې
د زړګي سر د خاص و عام يې
لوى او واړه له تانه ځان قربانوينه
دا ستا په پاكه مينه
له سره و ماله تېر دي
مونږ ته يادګار د خوشال خان يې، هم د اېمل او دريا خان يې
د ارزوګانو ګلستان يې
ستا د ازادۍ پسې جېلونه قبلوينه
دا ستا په پاكه مينه
له سره و ماله تېر دي
پښتونستانه زمونږ ساه يې، زمونږ شرف زمونږ حيا يې
زمونږ صحت زمونږ دوا يې
ستا محبت خو د جنت عوض لرينه
دا ستا په پاكه مينه
له سره و ماله تېر دي
د زړګي سر د باچا خانه، د سترګو تور پښتونستانه
د پښتنو ملي ارمانه
سېلاب دې مينه په دنيا نه وركوينه
دا ستا په پاكه مينه
له سره و ماله تېر دي

1336/ قوس/26_ كابل، بريكوټ